چاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه/ عصمت قانع



په يوه ښادۍ کې څوتنه کليوال ساده ګان د خپلو مېرمنو په صيفت اخته وو، هر يوه يې د خپلې مېرمنې د کمالاتو او هنرونو قصيدې ويلې.
يوه سور ږيري حاجي ويل، چې زما مېرمن د تبۍ په ډوډۍ پخولو کې دومره با کماله ښځه ده، چې هره ډوډۍ يې د يوه څادر په څېر ستره او هواره ده.
بل کليوال پرې ور ودانګل، چې دا خو چندان صيفت نه دی، ډوډۍ پخول خو د ښځو کار او مسلک دی. ټولې مېرمنې چې ښه خمير وکړي او ستره بتۍ ولري، همداسې لويې لويې ډوډۍ پخولی شي، ته راشه زما مېرمن وګوره، چې پخپله يې پرکمال باندې اعتراف وکړې، داسې شوروا او وريجې پخوي، په والله که دې د خپلې ادې په واده کې هم خوړلي وي.
له ډېرو لږو غوښو به ډېره پرېمانه ښوروا درته جوړه کړي، لږ وريجې يې له لاسه ډېريږي او په دسترخوان باندې هم برکت کوي.
دريم پرې راودانګل او ورته وه يې ويل، چې دا نوڅه صيفتونه دي، چې تاسو يې کوی، زموږ ټولې مېرمنې کولای شي، خپل پخلنځي سم سنبال کړي او خپلې دندې ښې تر سره کړي، ځکه چې مېرمنې د کورونو د تنظيم او دسپلين مسلکي دي.
صيفت او ستاينه خو زما د مېرمنې بايد وشي، چې د خدای تعالی دېرش سپارې کلام الله مجيد يې په زور او زېر ياد دی او هم يې قرائت کولای شي.
يوه بل د پاخه عمر کلیوال حاجي چې ږيره يې له تورو او سپينو وېښتانو څخه متشکله وه او تازه يې د هګۍ به ژيړو پرېوللې وه، د مجلس له منځ څخه را ولاړ شو او په حيرت لړلي اواز سره يې هغه حاجي مخاطب کړ، چې د ښځې يې قران شريف زده و او ورته ويې ويل، چې ودې خدای دښمنه ود رسول دښمنه، ته خو کافر شوې.
ته خو ګوناه ګار شوې.
پر دې مقدسه ښځه د شپې څنکه ور ولاړېږې او څنګه کور واله ور سره کوې.
د ساده کليوال په ذهن کې مقدسات د ژوندانه له ټولو اړتياوو، ورپورته و، کله چې نوی جمهور رييس انتخاب شوی دی، نو زموږ د مسلط اخلاقي فرهنګ د چاپلوسۍ بګشۍ هم د تقدس او سپېڅلتوب حد ته رسېدلي دي.
هر چاپلوس لګيا دی، چې غني ته په تقدس قايل شي. يو وايي، چې د نړۍ متفکر دی، بل وايي، چې د دې نړۍ پرمخ لومړنی انسان دی، چې د الله دین څراغ ورسره دی او له بلولو سره يې د افغانستان ټولې ستونزې حل کېدلای شي.
د چاپلوسانو افراطي تبليغات هغه حد ته رسېدلي دي، چې يو وړوکی انتقاد هم داسې بولي لکه د ټول افغانستان دښمني.
په اجتماعي شبکو کې هر يوه د غني عکس اېښی وي او د دومره مينې او محبت اظهار کوي، چې له ورايه د چاپلوسۍ او غوړمالۍ بوی ترې راځي.
زه يو له هغو کسانو وم، چې پخوا مې هم غني نقد کړی و او اوس به يې هم پرځای نقد کړم، خو د پرځای نقد کولو نتيجه يې دا شوه، چې چاپلوسانو وښکنځلم، ويې رټلم. په همغه تاند کې مې شپږ مياشتې مخکې ليکلي وو، چې بلاخره غني به له عبدالله سره ګډ حکومت جوړوي او دا شعار چې ګويا غني به هېڅکله ائتلافي حکومت جوړنه کړي، داسې معنی لري، چې ګني موږ ددې خاورينې کرې پرمخ له اکسجن څخه پرته ژوند کولای شو او هېڅ کله به اکسجن تنفس نه کړو.
خو د افغانستان د حالاتو په هنداره کې ډاکتر غني هم خپله څېره ليدله او څو ځله يې وويل، چې د نن رقيبان د سبا ورځې شريکان دي.
اما چاپلوس ذهنيت ددې پرځای چې د غني د زعامت ملي اډانه پياوړې کړي، د غني مخالف جهت ته به يې سپکې سپورې ويلې او د غني اخلاقي او اصولي مخالفت ته يې پښتون دښمني ويله، خو زه په دې عقيده يم، چې تر غني افغانستان ډېر راته ګران دی، که غني غواړم، نو د افغانستان لپاره يې غواړم.
خو که غني د افغانستان د تاوان وسيله وګرځي، نو افغانستان خو زما د ناموس د سر سيوری دی، که افغانستان نه وي، په هغه ورځ محشر دی او هرڅه تباه دي.
زما هيله له يو شمېر هغو وروڼو، ملګرو، افغانانو او يارانو څخه داده، چې راځئ، د يوه فرد پرځای يوه داسې سيستم ته مبارزه وکړو، چې زموږ د ستر هېواد د اداري، مدني او انساني څېره بېرته وځلوي او کله چې خپل ستړي هډونه د هېواد په کومه هديره کې د ابديت پر ټغر ارام ته سپارو، نو د ملي ضمير په هنداره کې مو د وطن راتلونکی انسان د نيکمرغيو او ښاديو د تقدير او سرنوشت له ارمان سره غاړه غړۍ وي.
د انفرادي مفاداتو لپاره د چاپلوسيو غوړماليو اخلاق د تل لپاره د يوه لوېدلي خصلت په توګه داسې وکږو، داسې يې وغندو داسې يې ورټو چې بيا زموږ د ملي ضمير هنداره د انفرادي مفاداتو په دوړو خيرنه نه شي.
په چاپلوسيو مقام مه ګټئ، په يوه داسې سیستم کې د خپل حقدار مقام په لټه کې شئ، چې له چاپلوسۍ پرته مو د هېواد له هرې ګوښې څخه د ځان پر لور راکش کړي.
افرادو ته دومره سپېځلتوب مه ورکوی، چې بله ورځ د جايز انتقاد کړکۍ هم پرې بنده شي او په اصطلاح په کفر سره تعبير شي.
هغه واليان، بېروکراتان او د شخصي ګټو د لټون لارويان چې بيا هم د چاپلوسۍ په زور ولايتونه او مقامونه په خوب ويني، نو دا خوب دې اوبو ته ووايي. سمه ده، چې د سفارتونو استخباراتي مامورين به بيا هم د بېګانه ګټو په حکم د افغان حاکميت او حکومت برخه وګرزي.
خو تر قيام قيامت پورې به نه سلطان محمد خان وي او نه به يې سره اوښان.
پر پردو اوږو د حاکميت سټېج ته پورته کېدل هنر نه دی، بلکه د ذلت تر ټولو لوی منظر دی.
د وطن د انسان په سپېره خوله ښېرا کوم، چې چاپلوسانو کور مو د ميردين جومات شه.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې