د
پاکستان لومړی وزیر نوازشريف به ، د
برتانیا دلومړي وزیر په بلنه،په
لندن کې د راتلونکې مياشتې په ورستیاڼ کې په هغه هغه کنفرانس کې ګډون وکړي
چې ،د افغانستان د امنيت
او ثبات په اړه به پکې خبرې کيږي . نوموړی له
دخپل سفر په ترځ کې ، د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیدنه
کوي.
د برطانیې لومړي وزیر ډیوډ کیمرون ، پرون د اکټوبر په اته ویشتمه نیټه ، د نهې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر ، نواز شریف سره د ټیليفون د لارې د دوه اړخيزو مسلو په اړه خبرې کړي دي او نوموړته يې د لندن په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړیده.
خبر زیاتوي چې، د نومبر د مياشتې په ورستیاڼ کې پدې کنفرانس کې به نړيواله ټولنه د افغانستان سره د مرستو د جاري ساتلویو ځل پخلی کوي. د دې غونډې کوربه ، به افغان ولسمشر اشرف غني او د برطانیې لومړی وزیر ډيويډ کيمرون وي.
څو ورځې مخکې برطانيه د افغانستان په هلمند ولايت کې خپله تر ټولو لویه پوځي اډه، افغان ځواکونو ته وسپارله او ژمنه یې وکړه چې، افغانستان سره به په پرمختيايي چاروکې خپلې مرستې جاري ساتي.