احمدزی : موږ باید د سولې په اړه یوازې په خبرو اکتفا ونه کړو، د عمل وخت را رسېدلی دی



د افغانستان ولسمشراحمدزي د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په چاروکې د پاکستان د دلومړي وزیر میا نواز شریف سلاکار، سرتاج عزیز خپل حضور ته ومانه.
په هغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي مسایلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې د پاکستان د رول او د سیمه ایزو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي  محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې ،د سولې او ثبات ټینګښت زموږ په لومړیتوبونو کې دی او موږ به هیڅکله هم اجازه ور نه کړو چې ،افغانستان د ټروریستانو په پټنځایونو بدل شي او په دې اړه به له هیڅ ډول کوټلي  اقدام څخه ډډه ونه کړو.
هېواد مشر په دې باندې په ټینګار سره چې ،موږ باید د سولې په اړه یوازې په خبرو اکتفا ونه کړو، څرګنده کړه چې، اوس د سولې د ټینګښت لپاره د عمل وخت را رسېدلی دی . ده همدا راز وویل چې موږ باید پر یو بل باندې د تورونو له لګولو څخه ډډه وکړو او پخپلوکې د باور فضا رامنځته کړو.
ده وویل چې نن د دواړو هېوادونو په اړیکوکې نوې دریڅه پرانیستل شوی او هیله ده چې دغه نوې دریڅه په دروازې او بالاخره د همکاریو په دهلیز بدله شي.
ښاغلي احمدزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې، د پاکستان سوداګر او پانګوال باید په هر وخت کې دا احساس کړي چې په افغانستان کې د هغوی د پانګونې لپاره فرصتونه شته  دي.
ولسمشر احمدزي وویل ،د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي اړیکو په اړه به زموږ وروستي اقدامات دا وي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په دوامدار ډول ګډې ناستې ولري.
په مقابل کې د پاکستان دلومړي وزیر سلاکار د سیاسي واک د لېږد او په افغانستان کې د ملي یوالي د حکومت د جوړېدو له امله ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت وباله او له افغانستان سره یې د پیاوړو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد علاقه مندي څرګنده کړه.
سرتاج عزیز د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د لومړي وزیر نیکې هیلې او بلنلیک یې ولسمشر احمدزي ته وسپاره، ترڅو په نژدې او مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ولري.