غزل / ډاکټر حسن



ددیدن مې بهانه درته راوړي
نن مې نوي ترانه درته راوړي

راشه تول دې په مچکه کې کړم یاره
دګرانښت مې پیمانه درته راوړي

د نظر په جادو جوړ ترې حقیقت کړه
ما دمینې افسانه درته راوړي

دبڼو ښاخونه مه ښوروه سروې
ما دا وښکو اشیانه درته راوړي

څو شیبې ورکړه دیدن ته،(حسن) هم نن
هیریدوته زمانه درته راوړي

ډاکټرحسن