پخوانی ولسمشر حامد خان کرزی وايي چې
امریکا دافغانستان او پاکستان دمسلې په اړوند د غله او کورواله دومخی سیاست پرمخ
بیایي او یوازینۍ موخه یې خپلې ګټې دي.
دازادې اروپا د راډیو سره په خبروکې حامد
کرزي وایي چې ، امریکا په دومخي سیاست کې یوازې خپلې ګټې په نظر کې ساتي.
« امریکا دغله دهڅونې او کورواله ته د
کورساتنې دوه مخی سیاست په مخ بیا یي او پدې دومخي سیاست کې دخپلو ګټو په لټه کې
ده .»
نوموړی زیاتوي چې، په افغانستان کې د
امریکا دیارلس کلن شتون د سیمې په کچه ترهګري او سختدریځي پیا وړې کړیده .
پخوانی ولسمشر وړاندې وایي چې، امریکايي
مقاماتو له یوې خوا ویل چې القاعده په پاکستان کې روزل کیږي او افغانستان ته دجګړې
لپاره استول کیږي،له بله پلوه کله به چې دوی دپاکستان په وړاندې اعتراض کوه او
دترهګرۍ په وړاندې به یې د مرستې غوښته کوله، دغو مقاماتو به ویل چې دځینو دلایلو
پربنسټ نشي کولای.
نوموړی زیاتوي، « یوځل هغوی راغلل او
دپاکستان سره د رغانده اړیکو دجوړولو غوښتنه یې وکړه،موږ ورته وویل چې افغانستان دپاکستان
سره د یوه ګونډي او ورور په توګه، د ښو او وررګلوۍ داړیکو غوښتونکی دی، خو پرته
لدې چې خپله خپلواکي او ټیکاو د ګواښ سره مخامخ کړي.»
حامد کرزی چې دیارلس کاله دافغانستان د
ولسمشر په توګه پاتې شویدی،دخپلې واکمنۍ په لومړیو کالونو کې یې دامریکاسره ښې
اړیکې درلودلې ،خو په وروستیو کالونو کې دغه اړیکې خړې پړې شوې. خو کله چې نوموړی
د امریکاسره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو نه انکار وکړ، دغه اړیکې په بشپړه
توګه خړې پړې شوې.