دوه دیرش کلن (ډیډی) چې د
دوو اولادونو سره د انډونیشیا په یوه کلی کې اوسیږي،پدې ویره کې وو چې لرګو ته
ورته زخې یا دانې چې دده پر بدن به باندې راختلې وې، د ده د مړینې لامل وګرځي. دغه
سړي چې پخپله سیمه کې د «لرګین ا» نسان په نوم مشهور دی، دشلو کالونو په اوږدو کې
د هغه ځای ډاکټران هک پک کړي وو. دنوموړي په بدن باندې به زخې یا دانې او ولیې راختلې چې په کال کې به تر
پنځو سنټي میټرو پورې لوییدې.
په زړه پورې یې دا ده چې،
د ده پر بدن باندې ددغو زخو او ولیو راختل هغه وخت پیل شول، کله چې نوموړي په
ځلمیتوب کې ، خپله ګونډه ټپي او خوږ کړې وه. د وخت په تیریدوسره،دغه زخې ټول بدن
ته خورې شوې او دهغو له امله نوموړی د دندې
نه ګوښه کړی شو او میرمنې یې هم خوشی کړ. ددې
لپاره چې دخپلې کورنۍ د ګوزارې لپاره یې یو
څه پیداکړي وي ، څه موده نوموړي د سیمې دخلکو په وړاندې ځان ښوده او دهغوی نه به
یې دخیرات په بڼه یو څه تر لاسه کول.
د ډیډي ستونزه پدې کې ده
چې،دی یوه نادره جینیټیکي نیمګړتیا لري،کومه چې د انسان د پاپیلومي ویروس سره دبدن د عافیت یا ایموني سیسټم د
مبارزې او مقابلې مخنیوی کوي، ځکه خو دغه زخې او ولې دنوموړي پر ټول بدن باندې
خوریږي.