په لاهورکې د پاکستان او هند ترمنځ د سرحدي بندر واګه ته نژدې ، د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د پاکستان د رنجر ځواکونو په ګډون ۵۴ کسان وژل شوي دي.واګه، د پنجاب ایالت له مرکز لاهور ښار سره شاوخوا دېرش کیلومتره واټن لري.
د پاکستاني طالبانو د تحریک د جماعت
الاحرار د څانګې ویاند احسان الله احسان ویلي چې دا برید دوی د
مومند ایجنسۍ پر قبایلي سیمه ، د پاکستاني پوځ د وحشیانه حملو په ځواب کې کړی دی.
د پنجاب ایالت د پولیسو عمومي رييس مشتاق
سکیرا ددنیانیوز پاکستاني تلویزیون ته ویلي چې په برید کې ۴۹ تنه
وژل شوي اونور ۱۱۸ ژوبل دي.
برید دپاکستان او هند تر منځ د پولې پر سر،
د بیرغ د کوزیدا د مراسمو د ترسره کولو پر مهال شویدی ،چې معمولا د پولې دواړو
غاړو ته د دې مراسمو دلیدو لپاره ګڼ شمیر کسان را غونډیږي.