کابینه د امتیازاتو خانک/ عصمت قانع



د ملي وحدت د حکومت کابینه لا د ابهام په دوړو کې پټه ماشوړه ده. هغه حکومت چې باید د خپل دیموکراتیک ثمر خواږه یې د ملت د اقتصاد، امنیت او رفاه وخولې ته ور اچولي وای، لا د ملت لپاره د زهر او زقوم ترخه مړۍ ده، چې نه یې سر معلوم دی او نه یې ښکر.
کله چې انتخابات ترسره کېدل لوټمارو، مکارو او زردارو ډلو د ډیموکراسۍ د ثمر او میوې راټولولو لپاره د کاندیدانو شاوخوا د خپلو ګټو لمنې وغوړولې. ددې پر ځای چې ملت ثمر ترلاسه کړي، میوه د مافیا برخه شوه.
مافیا د خپلو همیانیو او تجریو خولې خلاصې کړې، د خپلو نوټونو بنډلونه یې پرانستل او بالاخره د کاندیدانو پر شاوخوا یې د خپلو مافیایي ګټو د ساتنې لپاره جال وغوړاوه.
د ګمرکونو غله، د اینجوګانو N.G.O کیسه بران، د تریاکو قاچاقبران، د هیروینو پریانان، د استخباراتو پانګه والان، د سفارتونو ګل ټیران، د ځمکو غاصبان، د قراردادونو میلونران، د مرګونو قماربازان، د بانکونو د چور شعبده بازان، د روښانفکرۍ د ډرامې ممثلان او د افغاني ناموسي خصلت پر خلاف د کابل په ګېسټ هاوسونو کې د ازاد سیکس دلالان ټول د ډیموکراتیک جریان کمپاینران وو.
خو ملت بیا هم د تحول او بدلون په ارمان خپل هغه رسالت چې د ډیموکراسۍ د خانک اوړه پرې خمیره کېدلای شي، اداء کړ.
رایه یې ورکړه او د رایې د ورکولو پرسر یې هر ډول خطر ته تن ورکړ، اما د افغانستان د ملت حضور په ډیموکراتیک ډګر کې بیا هم صرف یوه ننداره وه، چې د مافیاګانو د مفاداتو ډرامې ته یې د مشروعیت رنګ او بنګ ورکړ او د تحول هغه ارمان چې باید د ملت لپاره د عملي بدلون په سرچینه بدل شوی وای، ناتمامه سراب دی، چې د وچو حلقونو او تنده غرو خولو لپاره د اوبو غړپ نه لري او نه به د چا تنده پرې ماته شي.
د ډیموکراسۍ د فرهنګ برخلاف انتخابات په یوه داسې نتیجه واوښتل چې د ملت منفور او مقبول ذهنیت ټول پر یوه خانک کېنول شو او د پکتیاوالو په ډنډه کي کې زهر او شربت دواړه سره ګډ شول او ملت یې نوشیجان ته راوبلل شو.
ما د انتخاباتو په پیل کې خپل ملاحضات په لیکلې بڼه په تاند کې نشر کړل، د تاند وییپاڼه چې عملاً د محترم ډاکتر اشرف غني له پالیسو سره د خیر په لور غځېدلې وییپاڼه وه، زما هغه لیکنې سانسور کړې، چې د ډاکتر غني د زعامتۍ او رهبرۍ د خصوصیاتو په باره کې وې.
زه د ډاکتر غني مخالف نه وم، ځکه د یوه شخص په توګه مې همېشه هغه د هېواد یو معصوم کادر بللی دی، زما د مخالفت اصلي علت داوو چې دده پر شاوخوا راټول شوي اکثره کمپاینران په ولایاتو کې د سړکونو د تعمیر د پانګو غله وو، د بانکونو په چور کې یې لاس درلود او زیاتره یې د ملي تحول له ارمان سره نابلده وو او غوښتل یې چې د ډاکتر غني په کمپاین کې د خپلو ګټو د محافظت لپاره د سیاسي منفعت مورچلونه وکیني، هماغسې وشول چې ما وېره درلوده.
اوس چې کابینه تشکیلېږي، هېڅوک هم د یوه داسې حکومتي ټیم د جوړښت په فکر نه دی چې د ملي بقا لپاره د ټیمونو پر سیاسي مرامنامو تمرکز وکړي، بلکې ټول په کابینه کې د هغو پستونو د حصول په غورځو پرځو کې لګیا دي، کوم پستونه چې د امتیازاتو د حصول مورچلونه دي.
د ډاکتر صاحب عبدالله په ټیم کې محترم وحید عمر د هغه د دفتر مشر دی، همدغه وحید عمر د حامد کرزي په وخت کې د اداري فساد د ثابتو اسنادو پر بنسټ له ارګه وشړل شو، حال دا چې ښاغلی عمر ځوان هم وو او د جمهور رییس د ویاند په توګه د رسنیو د مرکز د مشر په توګه او د زغره والو موټرو د یوه قراردادي په توګه یې د میاشتې تر سلو زرو ډالرو زیات امتیازات په روا ډول ترلاسه کول، خو بیا یې هم د ناروا امتیازاتو تشت له بامه ولوېد.
اوس چې د مافیایي ګټو د حصول لیوني پانګوال د دواړو ټیمونو د ستونې فقرات سیستم جوړوي، هېڅ ګمان نه شي کېدای چې کابینه به د ملي روحیې پر بنسټ په سالمه توګه له داسې کاردونو جوړه شي چې د ملت د اوږدې تبې لپاره د یوه مسکن تابلیت کار ورکړي.
یعنې هغه تبه چې د ملت په رګو کې ځغلي دوا یې ددې حکومت د جوړونکي مافیایي ډلې او ډلګیو د وس او توان خبره نه ده. ددې حکومت کمپایني ټیمونه پخواني فاسد بانډونه دي.
د ملت هیله خو دا ده چې د رایې په زور له فساد، مافیا، غلا، قبضې، فتنې او شریرې دسیسې څخه نجات ترلاسه کړي.
خو د ملي وحدت اوسنی ترکیب تر زیاتې اندازې پورې د تحول او بدلون لپاره هغه وطنپرستانه اقدامات له ناکامۍ سره لاس او ګرېوان کوي، چې د دیموکراتیکو حلقو لخوا ترسره کېدل.
ځکه دلته سالمیت د فساد له معافیت سره ټکر کوي، نو د نوې کابینې په ترکیب کې به ۵۰، ۵۰ فیصده ونډه هېڅکله هم د قاطع فیصله کوونکي حکم مثبت اثرات غوړېدلو او پنځېدلو ته پرې نه ږدي.
بالاخره به د تشنج او بحران د پیاوړتوب فعاله مافیا هڅه وکړي، چې د فساد لمن پراخه شي او فاجعه خپل ټول ابعاد او اړخونه دا ډول وغوړوي، چې د ملي نجات لپاره د ملت هیلې سر راپورته نه کړي.