دغه جهان دی،کاش،بل شـــان جوړ وی
زمکه دی پاس، لاندی اســــمان جوړ وی
زمکه دی پاس، لاندی اســــمان جوړ وی
د خان په لاس کښی دی وی لور ورکړی
څښتن د زمـــــــکې دی دهقان جوړ وی
څښتن د زمـــــــکې دی دهقان جوړ وی
چا چی پری سر د بل چا نه
ويـــــشتلی
کاڼي دی لعل د بدخشــــــــــان جوړ وی
کاڼي دی لعل د بدخشــــــــــان جوړ وی
درخو،درخــــــــــــــو وی هره پېغله د غرو
او هر ځلــــــــــمئ دی ادم خان جوړ وی
او هر ځلــــــــــمئ دی ادم خان جوړ وی
نور دی تور کړی وی،تورمــــــخی يو څوک
بلال دی ســــــــــــپين لکه اذان جوړ وی
بلال دی ســــــــــــپين لکه اذان جوړ وی
بس يو کافي وو، د
فســـــــــــــــــاد لپاره
يا دی انسان، يا دی شيــــــطان جوړ وی
يا دی انسان، يا دی شيــــــطان جوړ وی
چی ښه
خبـــــــــــر وی د يو بل د زړۀ نه
جانان دی زۀ، زۀ دی جـــــــــانان جوړ وی
جانان دی زۀ، زۀ دی جـــــــــانان جوړ وی
کاشـــــکی دی هسی ټوټې کړی نه وی
جهان دی ټول افغانســــــــــــتان جوړ وی
جهان دی ټول افغانســــــــــــتان جوړ وی
م٠ق٠ مئين
٢/١١/٢٠١٤
٢/١١/٢٠١٤