دته خېل په کندهار کې/ عصمت قانع



دته خېل په میرانشاه کې یو کلی وو ، د میرانشاه د بازار له جوړېدو سره جوخت د میرانشاه د بازار برخه وګرځېد او اوس یوه بازاري سیمه ده.
دا مهال په دته خېلو کې تر وزیرو عرب ډېر دي، چیچنیایان هم شته، جرمنیان، ازبکان، انګریزان، کفار غجر، یهود، نصارا او د دنیا د شر او فساد ټوله تومنه د دته خېلو په کټوۍ کې راټوله شوې ده.
په دته خېلو کې د ترورېزم تر کټوۍ لاندې اشټوب د پښتنو د وینو په تېلو باندې بلېږي. همدا د پښتنو وینه ده، چې د ټولې دنیا د خدۍ او بدۍ پور ورکوي.
د میرانشاه لپاره له ټولې نړۍ څخه د نقدو روپو د رسد پایپ لاینونه فعاله دي او همدارنګه میرانشاه ته د ټولې نړۍ قاتلان په سرو سترګو را روان دي.
نه یې د دنیا سمندرونه مخه نیولای شي او نه یې د ترورېزم پر ضد د ټولې نړۍ په هوایي ډګرونو کې امنیتي او دفاعي تدابیر مخه نیولای شي.
بس دته خېل او میرانشاه د څڼیورو د قتلونو، د ډرون الوتکو د مانورونو او راکېټونو په لابراتوري ازمایښتي خاوره بدل شوي دي.
د پاکستان حکومت لاهور اداره کولای شي، کراچۍ سمبالولای شي، کشمیر بېرته رغولای شي، حتی د لېرې واټن راکېټونه ازمایلای شي، خو په دته خېلو کې د لنډغرو څڼې نه شي کمولای، ځکه بیا یې د کرایي جګړې څڼیور ډالر پارچاوېږي.
نړۍ د ترورېزم پرضد جګړه کوي، خو د دغې جګړې د توجیې لپاره یې ځاله په میرانشاه کې جوړه کړې ده.
د پښتنو له خاورې څخه یې د ښاروالۍ د کثافاتو بیلر جوړ کړی دی، د ټولې نړۍ د افراطیت کثافات د پښتنو خاورو ته راوړل کېږي او همدلته یې باید انساني وینه د کثافاتونو د قربانۍ قیمت ورکړي.
په لومړي ځل دغه د کثافاتو د سمبالښت خندقونه په میرانشاه، وزیرستان، واڼه، اُرکزو، کچلاک، چمن، ږوب، مومندو او باجوړ کې جوړ شول.
د پښتنو د ټول فرهنګي او سوله ییز کلتور برخلاف هر هغه غږ په مرۍ کې خفه شو، چې د دغو کثافاتو د خطر اواز ترې راپورته کېده.
څڼیور قاتلان وهڅول شول چې د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې هغه قومي مشران، وطن دوسته دیني روحانیون، روښانفکران، د جرګو، مرکو د نرخ او څلي عنعنوي ماهرین ترور کړي، چې کولای یې شوای د پښتنو د ژوند او کلتور په وړاندې راولاړ شوی ګواښ د ملي نظم، ملي اواز او قومي عزم له لارې خنثی کړي، هره ورځ به څو، څو قومي مشران وژل کېدل، دیني روحانیون ترور کېدل، خو ددې ټولې فاجعې په وړاندې بشري نړۍ او د پاکستان خدۍ او غدۍ خاموشه وه لکه دوی چې هم د دغو قتلونو د ځنځیرونو کړۍ سره کوشیر کړې وي.
همدا اوس، اوس دغه لړۍ روانه ده. ترورېزم پر پښتنو تاوان دی، افراطیت د پښتنو د تندي د پېغور خال دی. هغه پښتون چې هېڅکله به یې هم خپل دښمن په ناخبرۍ کې نه وژلو او په ناخبرۍ کې به یې انتقام نه ترې اخست، نن هغه پښتون په ناخبرۍ کې په خپلو بازارونو، کلیو او بانډو کې په سلګونو او زرګونو قتلونه ویني، خو زور یې نه رسېږي. زور یې ځکه نه رسېږي چې د ترورېزم په نوم ناروا جګړې د سر دستارونه ورته ړنګ کړل، حجره یې ورته ورانه کړه، مرکه یې ورته سپکه کړه، جرګه یې ورته بې ارزښته کړه او هغه عنعنوي مزي یې ورته وشلول چې د پښتنو د قومي وجود اډانه یې سره تړلې وه.
ترورېزم اوس یو بل تاکتیک ډګر ته را اېستلی دی. د ډیورنډ له کرښې سره یې په نښتو ولایاتو کې د روزنې مرکزونه، پوهنتونونه، د مدني تاسیساتو مرکزونه او بنسټونه د ترورېزم د کثافاتو په بیلرونو تبدیل کړي دي.
د کندهار په پوهنتون کې د کندهار د مرستیال والي ترور او وژنه د خطر هغه زنګ دی، چې غواړي افراطیت او بنسټ پالنې ته تر مدني پردو لاندې مصؤنیت ورکړي.
د پتیال وژنه عادي وژنه نه وه او نه به عادي وګڼل شي، په پوهنتونونو کې ترورېزم ته څادر غوړول د افغانستان بقا ته د فناه د ټغر غوړولو مفهوم لري.
د کندهار او ننګرهار په پوهنتونونو کې وروستي تحرکات دا ښیي چې مکار دښمن غواړي چې دته خېل کندهار ته رانقل کړي او ننګرهار د باجوړ په ډمه ډوله تبدیل کړي.
توهین به په اروپا کې اسلام ته شوی وي، خو د ترورېزم د خوان ړانده چرګان به پر افغاني ډیرانونو مښوکې په غولو لړي.
د افغان لاره به بندوي، د افغان وطن د برېښنا مزی به پرې کوي او د همدې وطن د بنسټونو تباهۍ ته به یې بډې رانغاړلې وي.
د افغانستان امنیتي قوتونه، استخبارات او د څارګرۍ مواسسات باید وپوهېږي چې په مدني جامه کې افراطي تحرکات په هېڅ ډول د بښلو وړ نه دي، دوی باید په خپل ټول قوت سره له پوهنتونونو څخه د ترورېزم جرړې وریبي، که په ډېره لوړه بیه هم وي باید پرې نه ښودل شي، چې ترورېزم د پوهنتون په سنګر کې د توجیې لپاره ژبه پیدا کړي.
هغه رسنۍ چې په خاصو مواردو کې د دغو مرموزو تروریستي تحرکاتو خبرونه د میډیا د ازادۍ په نامه نشروي باید ځای پر ځای ودرول شي، ځکه چې هېڅ ازادي د تباهۍ لپاره توجیه نه لري، هېڅ مدنيت د افراطیت لپاره د توجیې وړ نه دی.
هر هغه حرکت چې د ټولنې د سبوتاژ او تخریب وسیله وي، سیاسي ازادي یې د مدني حق په توګه د منلو وړ نه ده.