ډېرو د نوې کابینې لپاره له دوبۍ څخه نوې نیکټایي ګانې را غوښتې وې، چا بیا پاریس ته فرمایش ورکړی وو، ځینو خو کوبکو عطرونه اخستي وو، څوک د زغره والو موټرو په لټه کې وو.
په ټلویزیوني بحثونو کې د ټیمونو مدافعین خو بیخی
داسې برېښېدل، چې ګنې همدا دوی د راتلونکي
حکومت غټ منصبداران، واکمنان، مقامات او عالي جنابان او ذواتان دي.
چا خو له شماله چپنې را غوښتې وې او داسې ګومان کېده چې د قدرت په خُم کې به رنګېږي او سهار چې ښار ته وځي، نو خلک به یې د نوي واکمن نظام د
واکدار په توګه لاسونه او پښې مچو کوي.
وایي، ګیدړ د رنګونو په خُم کې لوېدلی وو، سره، شنه، تور،
زیړ،
ګلابي
او ارغواني رنګونه ور پورې نښتي وو، چې ځان ته یې کتلي وو، خپله قواره د شهزاده ورته ښکاره شوې وه او چې انګوللي یې وو، نو هماغه چغال
وو لکه وو چې.
اوس نو په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت
له جوړېدو سره جوخت ډېر څلوربول حیوانان د خمونو
په رنګونو کې ډوب دي.
د باد راوړو پانګو زور یې د قدرت او واک د ترلاسه
کولو په کمپایني غویمنډ کې په خرپ لګولی دی او د خوبونو په
دنیا کې یې پر وزارتونو، ریاستونو، سفارتونو او سترو کمېسیونونو باندې زین شوي نیلۍ ورځغلولې دي.
د محترم عبدالله عبدالله په
اصلاحاتو او همګرایي ټیم کې خو د کابل د ښار پارکېنګونه هم د څوکیو په بدل کې خرڅ شوي دي.
شپه او ورځ هغه کسان چې په کمپاین کې یې پانګه لګولې ده یا یې په انتخاباتي
کمپاین کې د درغلیو زمینه برابره کړې ده د پروان کارتې په سیمه کې د ډاکتر صاحب عبدالله پر
کور باندې یو ځل راګرځي.
ښار
اوازو پرسر اخستی دی، چا اوازه ګډه کړې ده چې والي یم، څوک په خوب کې معین شوی وي، چا بیا
د وزارت خوب لیدلی دی، چا خو په خوب کې خپل غایطه مواد لیدلي دي او مبصرین یې داسې تعریفوي چې ګنې خوب لیدونکی به د بې حسابه او بې کتابه زرو او ګوهرو مالک شي.
د فېسبوک د درواغو بازار
هم رونق اخستی دی، که ګورې نو یو څوک به په کې وزیر وي، بل بیا پکې لوی څارنوال شوی وي او بل
بیا د خیال پلو په پراخ جهان کې د سترې محکمې واګې په لاس کې اخستې وي.
د ننګرهار د قاضي فضل الرحمن
شینواري زامن له یوه کوره غواړي چې د لوی څارنوالۍ، د ننګرهار ولایت او د اوقافو
د وزارت څوکۍ په پراخه اشتها له یو غوړپ چایو سره هضم کړي.
زموږ د کندهار نیسم کرزي
هم د کندهار د ولایت خوب لیدلی دی، د همدغه خوب په برکت یې د خپل تخلص د بدلون
پرېکړه هم کړې ده، پخوا کرزی وو او
اوس نه کرزی دی.
د اختلاس، غلا، چور، لوټ او تالان د میدان پهلوانان
خو تر هر چا باید زیات د څوکیو خوبونه وویني.
د جهاد او مقاومت د پنجشیري ګروپ دوه تنه خو عملاً
پر لوړو څوکیو وټاکل شول، احمد ضیاء جان د ښې حکومتولۍ لپاره د متفکر صاحب
خاص استازی دی او عبدالله جان صاحب د صدراعظم پر مسند براجمان او جنت المقام دوزخة
الحرام دی.
د جهاد او مقاومت د حقدارو سنګردارو خوبونه نور مقامونه
هم غواړي. د ملي دفاع وزارت یې د پلار او نیکه په شرعي قواله داسې حق دی لکه د ابۍ پۍ.
د ملي امنیت ریاست هم د جهاد
او مقاومت د بړېڅو جهادي، شرعي او مقاومتي حق دی، که ورته ونه منل شي، نو
په کابل کې به په یوه هفته کې شل ځانمرګي بریدونه تنظیم شي.
که څوک سر خلاصوي نو ښه تر ښه او که سر نه خلاصوي،
نو کونه دې ټینګه کړي.
په همدې توګه د معنوي لپاره ستره
محکمه، د قانوني لپاره د بهرنیو چارو وزارت، د میرزایانو اوباشیانو لپاره د مالیې وزارت او د دفاع وزارت
اداري قلمدانونه.
په مشرانو جرګه کې د سناتورۍ شپږ سیټونه او پر دې علاوه مبهم ولایتونه
د دوی هغه حقه حقوق دي، چې احقاق یې د مملکت خداداد
افغانستان نظام له خطر څخه ژغورلی شي، خو تر اوسه پورې لا نوې کابینه د ابهام مُهره
ده.
اګاهان وایي، چې د نوې کابینې پر تشکیل باندې خو لومړی په ټیمونو کې خلکو تر ګریوانونو سره نیولي دي.
د ټیمونو
سترې مافیایي ډلې د مهمو څوکیو پرسر یو بل ته ډغرې ورکوي، د عبدالله
په ټیم کې د زلمي رسول ډله د بهرنیو چارو وزارت د خپل لس فیصدۍ سهم حق بولي، خو د بلخ
امپراطور بیا دا څوکۍ د برهان الدین رباني د زوی لپاره خوښوي، تر څو د افغانستان دیپلوماسي
د بلخ د پاچا د سلطنت او مملکت د جلال او کمال حفاظت او مواظبت وکا.
د اشرف غني په ټیم کې هم د بهرنیو چارو د
وزارت لپاره انوارالحق احدي عربي ږیره چپه تراشلې ده او د پیرګل په زور یې د ځان لپاره غواړي. دا نور هم د څوکیو د حصول لپاره په
بې
باکانه مبارزه او توده مجاهده بوخت دي. مانډس محمدخان، ماکیک، دانش
او دوستم نو له چا کم دي، چې کرسۍ ورته ونه رسېږي.
بالاخره د تخصص او لیاقت د
حکومت نوې کابینه د سهم، ونډې او برخې په مافیایي جال کې داسې راګیره ده چې په راتلونکې یوه میاشت کې له دغه جال څخه د خلاصون مجال نه
لري.
هغه شعار چې کار به اهل کار ته سپارل
کېږي یو تخیلي داستان دی چې کرکټرونه یې باید پیریان او
جنیات ترسره کړي.
په ډګر کې یوازې د افغانستان دېرش میلیوني ملت ولاړ دی چې د وخت له ارګستر څخه دا سندره ورته کمپوز
شوې
ده:
دا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه