املوک د درمل پر ځای

ژباړه: منتظرمسید
وچ شوي املوک د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره کارول کیږي. که هره ورځ یو یا دوه املوک وخوړل شي، نوکولای شي چې د ځینو درملو ځای ناستي شي. د املوکو میوه د معدې او کولمو د  ناروغیو لپاره ګټوره تمامیدای شي.

 « -    د نس یا اسهال په وخت کې، کولای شو چې شپږ (6) دانې پاخه املوک ټوټې کړو او بیا درې (3) ګیلاسه خوټیدلې اوبه ور زتاتې کړو. د لوښې خوله پټه کړو او یو نیم ساعت دمه ورکړو. کله چې ساړه شو، نو هر دوه یا څلور ساعته پس، یو یو ګیلاس وڅښو.  
«  -   املوک د انکالوژیکي ناروغیو، د سږو او په پښتورګې یا بډوډي کې د ډبرې د جوړیدا مخه نیولی شي او د عصبي اختلال او طبعیت خراپۍ  لپاره هم ګټور تمامیدای شي. املوک د سترګو دید پیاوړی کوي او د بې وخته بوډه والي مخه نیسي .
«  -   د سهار له خو ا د املوکو خوړل، ذهني وړتیا غښتلې کوي . د هغه چا لپاره یې چې، وزن یې زیات وي، هم  سپارښتنه کیږي. سره لدې چې املوک ښه خوند لري او خوږ دی، خو په هغه کې د کالوري کچې کمه ده .  

د املوکوبیخ یا ډکی د هغه چا لپاره ډیر ګټور دی چې د شپې لخوا ، یا هم د عمر د زیاتیدا له کبله ، خپلې میتیازې نه شي کنټرولولې.  یو ه څمڅه داملوک میده شوي بیخونه یا ډکي به په یو ګیلاس خوټیدلېو اوبو کې ګډ کړئ ، د لسو دقیقو لپاره ایشوئ ، بیا به یې د یوه ساعت لپاره د چت لاندې کیږدئ. هر ورځ به دوه واره ، د یو ګیلاس دریمه برخه څکئ.  
هغه چاته چې د شکر ناروغي ولري، د املوکو د ډیر خوراک سپارښتنه نه کیږي.