د نړي تر ټولو ځانګړي موټرسایکلونه


 ژباړه : زیب منتظرمسید

د جرمني اوسیدونکو ګوټلیب ډایملر(Gottlieb Daimler) او ویلګیلم مایباخ (Wilhelm Maybach ) په 1885 کال کې لومړی موټرسایکل اختراع کړ. دهغوی موټور او ماشین ځانګړی خو ډیر ساده وو. موټرسایکل زیاتره وګړي د ټرانسپورت د وسیلې په توګه نه، بلکې د ساعترۍ او شوق پوره کولو لپاره اخلي او استعمالوي. نو ځکه هم هڅه کوي چې، دځان لپاره غیرعادي، ځانګړی او ښکلی موټر سایکل واخلي .
د امریکا د متحده ایالاتو اوسیدونکي ډي. روټر (D. Rutor) چې، نه یې غوښتل ځانته د خلکو پام ور وګرځوي،نا لیدونکی موټر سایکل د ځان لپاره جوړ کړی. نوموړي د موټرسایکل هغه برخې، چې بهر ته وتلې وې، لیرې کړې اوبیایې موټرسایکل د هندارې ته ورته پوښ سره پوښلې دي. همدارنګه یې، د بریښنایي موټور په کارولو سره، د موټرسایکل غږ هم غلی کړیدی،  ترڅو د چا پام ور وانه وړي، خو بیا هم کیدای شي چې څلورکونجي د فلز ډبي ته ورته، د موټر سایکل باډۍ ، د ځینو کسان پاملرنه، ځانته ور وګرځوي.




دغه موټرسایکل د ځینو شواهدو له مخې، فرانسويانو اختراع کړی او سره لدې چې پدې اړه  د هغه مهال د جګړه ایزو سرچینو سره کره ثبوتونه نه شته، د هندو چین د جګړو په مهال یې  اته سوه ورته موټرسایکله جوړ کړي ول.

د »څیرونکی «  او » پردی «  دوه رګه  چې،  په تیلو یا بنزینو چلیږي، پام راګرځونکی بڼه لري . مجسمه جوړونکی او انځورګر (سونګ یوګ پریسرن ) ددې موټرسایکل تر جوړولو وروسته، ډیر نوموړی او نامتو شو. 





ددې موټرسایکل په جوړولو، د کاناډا اوسیدونکي ایف. کنورې (F.Knorre) کابو لس کاله کار کړی.  پخپله موټرسایکل داسې کومه ځانګړتیا نه لري، خو کنجوغه یې چې، د فراري کوچني سپورټي موټر نه جوړه شویده، موټرسایکل ته ځانګړې ښکلا وربخښلې ده. 

دغه موټرسایکل چې ډوج («Dodge»)  نومیږي، شکل یې کرړي ته ورته دی، کولای شي چې په چین کې د سکوټرو د کارونې له امله د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.



د («Dodge») کمپنۍ دخپل موټور یا انجن » HEMI« د اعلان او مشهورتیا لپاره په 2006 کال کې یوه سیالي په لاره واچوله چې، موخه یې د داسې یوه ماشین یا موټر جوړول ول، چې نوی موټور یا انجن پکې لګیدلی وي. دغه موټرسایکل چې «Marry »  یا ښاد نومیده د سیالۍ ترپایه رسیدلی وو.



ډوج ټوماهاک (Dodge Tomahawk) بیا شاید تر ټولو عجیبه موټرسایکل وواوسي. دغه موټر  سایکل چې د لومړي ځل لپاره لس کاله پخوا نندارې ته ښودل شوی وو، تراوسه ساری او سیال نه لري. کمپنۍ دغه ډول نهه موټرسایکله د تجربې او ازمایښت په توګه، تولید کړي هم ول، خو څرنګه چې د هغو بیه ( نیم میلیون ډالر) ډیره لوړه وه  او اخیستلو ته یې چا زړه نه ښه کوه، نو تولید یې هم ادامه پیدا نکړه. 






دغه ماډل ته » سپوږمۍ ځغلونکی« هم ویلای شو.  د مخکنیو دوو  ټایرونو  غیرعادي اجزاوې ، هغه ته ځانګړتیا  وربخښي. ددغو دواړو ټایرونه څخه، په هریوه کې خپل ځانته بریښنایي موټور لګیدلی دی. اصلي وزن او بار انجن پر ځان اخلي او دغه دوه ټایرونه مرستندویه دنده ترسره کوي . د «Marko Dezign» جوړونکي باورلري چې دغه موټور  به د (turbo-jet ) ځای ونیسي.

په دغه درې ټایرونه لرونکي موټرسایکل کې کوم د حیرانتیا شی نشته. د موټرسایکلو دغه ډول ډیر عام دی. ګړندی والی یا سرعت یې هم لوړ  نه دی، خو ثابت دی.  

(J. Rondino) لومړنی کس وو چې پوه شو چې، ټایرونه باید په یوه کتار کې ولګول شي، چې دا د موټرسایکل د سرعت په زیاتیدا کې مرسته کوي.  تراوس دغسې یو موټرسایکل لا جوړ شوی نه دی ، نو دهغه د ډینامیکي ځانګړتیاو په اړه اټکل هم لږ غوندې ستونځمن کار دی.