اوږه کولای شي په څلیرویشتو ساعتونو کې ستاسې بدن ورغوي

ژباړه : زیب منتظرمسید
اوږه یوه له هغو خواړو نه ده چې ګڼ شمیر ګټې لري. هغه د ګڼ شمیر ناروغیو درملنه کولای شي او د خپلو روغتیايي ځانګړتیاو له کبله، په نړۍ کې ډیره زیاته کارول کیږی

په دودیزه توګه اوږه د بدن و د کچې د کمولو، لوړ او ټیټ فشار،  لپاره کارول کیږي،د کرونر رګونو درملنه، د وینې د بهیدا  او د زړه د حملې د مخنیوي په موخه کارول کیږي.
 د اوږې خوړل د بدن د مضرو کولسټرول و کچه کموي، لوړاو ټیټ فشارکنټرولوي، د زړه د شیریاني ناروغیو درملنه کوي، د وینې جریان منظموي او د زړه د حملې مخه نیسي.
هر ورځ د شپږو وریتوکړیو یا سرو کړیو اوږو خوړل، کولای شي چې ډیرې مثبتې اغیزې ولري. لکه:

ü      په لومړي ساعت کې –  اوږه مو په معده کې هضمیږي او وجود مو تغذیه کوی.
ü      د 2-4 و ساعتونو پورې-  هغه په بدن کې د سرطان د حجرو په له ویجاړولو پیل کوي او د ازادو راډیکالو زیانونو مخه نیسي.
ü      د 4-6  ساعتو پورې-   په بدن کې د موادو متبادله پیل کیږي او په بدن کې د اضافي مایعاتو او وزدې په ختمولو کې مرسته کوي.
ü      د 6-7 ساعتونو پورې- د اوږې باکتریايي ضد خوصوصیات په کار پیل کوي او په بدن ې شته باکټریا له منځّه وړي.
ü      د 6-10 ساعتونو پورې – د اوږې قوي غذایي مواد د بدن پر حجروي کچه داسې اغیز کوي،چې بدن د ایکسیډیشن په وړاندې خوندي نه وي.
ü10-24 ساعتونوپورې – ددې معجزوي نبات د کارونې له برکته، په بدن کې د ژور تصفیې او صفايي پروسه پیل کیږي چې دا لاندې پایلې ترې لاسته راځي  :
·         د وجود د مقاومت سیسټم پیاوړی کوي
·         هډوکي غښتلي کوي
·         د ویني فشار راټیټ او ښه کوي
·         د حجرو عمر زیاتوي
·         ستوني او ستړیا ورک کوي
·         د کولسټرول  کچه منظموي
·         د زړه د رنګونو د ستونځو مخه نیسي
·         وجود ته د درنو فلزاتو د ننوتل مخنیوی کوي
·         د وجود غړي ښکلي کوي

نوځکه، د روغتیا ماهرین لارښونه کوي چې، اوږه باید په ورځنیو خواړو کې ځای ولري او په منظمه توګه هره ورځ وخوړل شي، ترڅو د بیلابیلو ناروغیو په مخینوي او درملنې کې زموږ سره مرسته وکړي.