پياز مو د سر مغزه ځوان ساتي

ژباړه : زیب منتظرمسید
وايي  چې، پیاز د اوو ناروغیو درمل دی او دا خبره پرځای هم ده. هغه ګټور عناصر چې پیاز یې لري، کولای شي  د ډیرو نارغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
جاپاني څیړونکو د پیازو  یوه بله ګټوره ځانګړتیا هم موندلې ده. د پیاز دغه ځانګړتیا د سر د مغزو په فعالیت مثبته اغیزه لري . په پیاز کې د سلفر دعنصر  د شتون  له کبله ،  هر ډول ترکیبات د بدن په وسیله په اسانۍ سره جذبیږي او د سر د مغزو د زړیدا مخنیوی کوي.   
جاپاني چارپوهانو یولړ څیړنې تر سره کړې چې، په ترڅ کې یې د انسان پر ارګانیزم باندې د پيازو دخواصو اغیزه په تفصیل سره څیړلې دی . دوی موندلي دي چې، د خوړولو دغه توکی چې، په ټوله نړۍ کې کارول کیږي، د مثبتو احساساتو د اخیستنې وړتیا لوړوي او همدارنګه حافظه پیاوړې کوي. 
  د سلفر ترکیبات د وینې سره یوځای، د سر مغزو ته لاره مومي، هلته د مغزو حجرې غښتلې اوځوانوي او دهغوی د فعالیت د چټکتیا لامل ګرځي.
د چارپوهانو  په نظر، د تراشک په وسیله د تراښل شوي پیاز  له شاتو سره یوځای خوړل، تر ټولو ډیر ګټور دي . هغه پر ارګانیزم باندې حیرانونکې اغیزه کوي او په ځانګړې توګه، د هغه چا لپاره چې،عمر یې ډیر وي او د سکلیروز  خوا ته اړخن وي، ډیره لویه ګټه لري .  خو دځوانانو لپاره هم د پیازو خوړل، د ګټو نه  تش ندي . پیاز  ایموني ځواک پیاوړی کوي او د ارګانیزم د روغ ساتلو سره مرسته کوي .