د مغزي سکتې په وخت کې لومړنۍ مرسته- عادي ستن کولای شي، ستاسو ژوند وژغوري

ژباړه: زیب منتظر مسید

ستن کولای شي چې د مغزي سکتې دناروغ ژوند وژغوري. دا د یوه چینايي پروفیسر مشوره ده چې وايي، موږ باید تل د ځان سره یوه ستن ولرو،ځکه چې هره ګړۍ کیدای شي د یو چا ژوند د ګواښ سره مخامخ شي.
دا د مغزي سکتې پر مهال د یوه انسان د ژغورلو یوه نا دودیزه طریقه ده .
کله چې انسان د مغزي سکتې سره مخامخ شي، هغه ارام او لازمو مرستو ته اړتیا لري. دغه مشوره کولای شي چې د ناروغ ژوند وژغوري.
ناروغ باید ونه خوځول شي، ځکه چې، که چیرې تاسو ناروغ بل ځای ته لیږدوئ ،نو دسر رګونه یې چوي او مغزو ته یې وینه جریان پیدا کوي. که له تاسو سره پیچکاري موجوده وي، خو ښه ده او که نه نو، دګنډلو عادي ستن هم کافي ده چې درسره وي.
 ستن پر اور باندې ونیسئ ، د شمعې یا لایټر دپاسه یې ونیسئ، ترڅو مکروبي و نه اوسي. بیا پرې د ناروغ د ټولو لسو واړو ګوتو سرونه – نوکانو ته د څومیلي مترو په نژدېوالي-  سوري کړئ. د ګوتو سرونه باید داسې سوري کړی شي چې، د ناروغ د ګوتو نه وینه بهیدل پیل کړي.
که د ګوتو له سرونو نه ،وینه نه بهیدله، نو د ناروغ د ګوتو سرونه لږ ټینګ کړئ، ترڅو وینه ترې وبهیږي.
کله چې د لس واړو ګوتو نه د وینې بهیدل پیل شول، نو یو څو دقیقې ورته صبر وکړئ. تاسو به ووینئ چې ناروغ په ښه کیدو کیږي.
که د ناورغ خوله کږیږي، نو غوږونه یې ومږئ، ترڅو سره شي او وینه جریان پیدا کړي
بیا د دواړو غوږونو هغه پسته یا نرمه برخه د ستنې په وسیله سورۍ کړئ چې یو څو څاڅکي وینه ورنه وبهیږي.  
 د څو دقیقو نه پس به تاسو وګورئ چې د ناروغ خوله نوره کږه نده.
دې کړنو ته تر هغې پورې دوام ورکړئ چې ناروغ لږ ښه شي، بیا یې روغتون ته ولیږدوئ.