راتلونکې ستونځه به اوبه وي

تمدن د سمندرونو او سیندو نو په غاړو کې- چیرته چې اوبه وي-  خپل مزل پیل کړیدی . نن ورځ موږ د هغو د لږوالي یا زیاتوالي نه په انديښنه کې یو. په وروستیو کې، د ځمکې د تودوخي کچه د سانټي ګریډ  0.74 درجې لوړه شویده. دا به شاید موږ ته د پام وړ نه ښکاري،خو اغیزې او اثرات یې د سترګو په وړاندې دي : دځمکې په ځینو برخو کې نیزونه او سیلابونه، په نورو برخو کې وچکالي، ویجاړونکي توپانونه، د سمندر د اوبو د سطحې لوړیدل او داسې نورې پيښې .
زموږ د پښو لاندې دا ځمکه ولې په لړزه ده ؟   
د نړۍ کابو اویا(70%) سلنه اوبه د کنګل په بڼه دي. پاتې برخه یې د ځمکې په اقشارو کې زیرمه دي او موږ یې اوباسو او ګټه ترې اخلو. دهغو اوبو نه چې موږ یې کاروو، دوه پر درې ( 3/2) برخه یې د کرهڼې او کروندې لپاره کارول کیږي. د نړۍ د نفوس یا ابادۍ کچه،هر کال 83 میلیونو کسان زیاتیږي، چې ورسره د څښلو  وړ اوبو ته اړتیا هم ډیره او لوړیږي. که موږ انسانان د اوبو په کارولو کې احتیاط او پام ونکړو، نو د څښلو اوبه به یوه بله لویه ستونځه وي چې، انسان به ورسره مخ وي.