د خټو یخچال چې بریښنا ته هم اړتیا نلري/ د هغو لپاره چې نوښت یې خوښیږي

ژباړه :
په هندوستان کې یوه نوښتګر مانسوک بهایي پراجاپتي ، د بې وزلو لپاره یو داسې یخچال جوړ کړی چې، د پنځو ورځو لپاره خوراکي مواد تازه ساتي. نوموړي ډیره موده، د اوبو د پاک کولو لپاره د خټو فیلټرونه جوړول او خرڅول .  د ۲۰۰۱ کال په فرورۍ کې زلزله وشوه چې، په رسنیو کې پرې ډیرې خبرې کیدلې. پراجاپتي په یوه ورځپاڼه کې، خپل د خټو فیلټر ولیده چې، پرې لیکل شوي وو « د بې وزلو لپاره مات شوی یخچال».
پراجاپتي وايي« دې زه اړ کړم چې د خټو د یخچال په اړه پکر وکړم او د خټو داسې یو یخچال جوړکړم چې، وکولای شي پرته له بریښنا نه، مواد تازه و ساتي ».
نوموړي د دریو کالونو په اوږدو کې، بیلابیلې، خاورې،خټې او د یخچال جوړولو طرحې وازمویلې. په ۲۰۰۵ کال کې پراجاپتي د خپل ځانګړي یخچال سره چې « میټي کول» نومیده، ډګر ته را ووت.
میټي کول یخچال ، د یو ډول سرې ځانګړې خټې نه جوړ شوی، چې دیوالونه یې ګڼ شمیر، ډیر کوچني سوري لري. ددې یخچال دنده ډیره ساده ده : د فزیک د لومړیو اصولو پر بنسټ، مواد ساړه ساتي.
نژدې لس لیټره اوبه د یخچال د دیوالونو په سوریو کې ځي راځي او په پایله کې په بړاس بدلیږي . بړاس یا بخار د خټې د تودوخي کچه، د بهرد هوا په پرتله،د سانټيګراډ تر اتو درجو پورې ټیټوي او په یخچال کې شته مواد تازه ساتي. پدې یخچال کې، میوې، ترکاري او ان شیدې هم ساتل کیدای شي.
پراجاپتي وايي، «میټي کول یخچال کولای شي چې خواړه د دریو ورځو لپاره تازه وساتي».  په  ۲۰۰۵ کال کې د پراجاپتي دغه یخچال (میټي کول) د هند د اختراعګانو په ملي فنډ کې رجسټر شو او نوموړي د لومړیو سلو یخچالونو لپاره غوښتنلیک هم ترلاسه کړ. 
د ۲۰۱۲-۲۰۱۳ کالو نو په موده کې د میټي کول یخچالونو خرڅلاو په میاشت کې ۲۳۰ یخچالونو ته ورسیده. د هند، کینیا، متحده عربي اماراتو سوداګر هم د یخچال د اخیستو لپاره ورتلل او هرکال یې د ۱۵-۲۰ سلنه وده او پراختیا موندله.
باید یادوونه وشي چې، دغه یخچال په هرځای کې کار نه کوي، هغه یوازې په هغو ځایونو کې د کارول وړ دی چې، وچه هوا ولري. خو دهغو وګړو لپاره چې، په داسې ځایونو کې ژوند کوي، دغه یخچال ډیر مناسب، ارزانه او د اکولوژیکي اړخه، د خوړولو دموادو پاک او تازه ساتلو یوه ښه وسیله ده.