« موږڅنګه شوروي اتحاد ړنګاوه؟»- د مارګریټ ټیچر یاداشتونه ، پټ رازونه را برسیره کوي

د بهرنیو سرچینو نه
ژباړه : زیب منتظر مسید
د 1991 کال د نومبر په میاشت کې، د برتانیې پخوانۍ لومړۍ وزیرې، د امریکا په هیوسټن کې وینا وکړه او جوته یې کړه چې، څنګه او له کومو لارو، برتانیه او نورو لویدیځو هیوادونو د شوروي اتحاد د ویجاړیدو لپاره لاره اواروله . نوموړې د خپلې وینا په ترڅ کې،پر حقوقي بنسټ،د شوروي اتحاد د ژر تر ژره رانسکوریدا خبر ورکړ. او رښتیا هم، څو اوونۍ وروسته، لکه څنګه چې ټیچر وړاندوینه کړې وه، د ډسمبر په میاشتې کې د (بیلاویژ ) هوکړه لیکونه لاسلیک شول .
دا څنګه پیښ شو؟
د 1991 کال د نومبر په میاشت کې، د امریکا د نفتو د پروسس او کیمیا پوهان د امریکا هیوسټن ته سفر کوي . د دوی د سفر موخه د امریکا د پټرولو د انسټیټیوټ (
American Petroleum Institute ) په غونډه کې برخه اخیستل وو . دغه انسټیټیوټ یو ډول نیمه ټولنیزه ټولنه ده چې، وخت ناوخت د نفتو او نفتي کیمیا د کمپنیو لیدنې کتنې برابروي چې، په ترڅ کې یې دخپلو ګټو په اړه خبرې کوي. ددې انسټیټیوټ غونډې ته د برتانیې لومړۍ وزیره مارګریټ ټیچر چې، د دې غونډې نه څه موده د مخه یې د لومړۍ وزیرې په توګه دنده پای ته رسیدلې وه، د دروند میلمه په توګه ور بلل شوې وه. د یادوونې وړ ده چې، ټیچر د کیمیا په څانګه کې زده کړې کړې، خو پدې برخه کې یې ډیره لږه دنده تر سره کړې وه.

په غونډه کې ټیچر پنځه څلویښت دقیقې سیاسي وینا وکړه، چې کولای شو « موږ څنګه شوروي اتحاد ړنګاوه » سرلیک ورته ورکړو.
ټیچر یوه هوښیاره، خو په عین حال کې، سپین سترګې میرمن وه. د شوروي اتحاد په نسکورولو کې د نوموړې رول مهم وو او هغې به پدې اړه ډیرې ښکاره څرګندونې کولې. د شوروي اتحاد د اقتصاد او په هغه کې د بدلون رابدلون په اړه، د نوموړې ارزوونه د هغو سره چې،د شوروي په رسنیو کې کیدله، ډیر توپیر درلود.
ټیچر وویل: « شوروي اتحاد- د لویدیځې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی. زه د جګړه ایز ګواښ په اړه نه غږیږم. هغه په حقیقت کې نه وو. زموږ هیوادونه، د هستوي وسلو په ګډون، په کافي توګه پر وسلو سنبال دي.
 زما موخه، اقتصادي ګواښ دی. د پلان شوي سیاست او د اخلاقي او مادي انګیزو د ځانګړي ترکیب له برکته، شوروي اتحاد پدې بریالی شوی دی چې، لوړو اقتصادي پوړیو ته ورسي.
د ناخالصو عوایدو سلنه یې، زموږ د هیوادونو په پرتله،کابو دوه برابره لوړه وه. د دې ترڅنګه، که د شوروي اتحاد پراخې طبعي زیرمې په نظر کې ونیسو، نو که شوروي اتحاد په سمه توګه دخپل اقتصاد مدیریت کړی وای، پوره امکانات یې درلودلای شول چې، دنړۍ په بازارونو کې زموږ لمنه راټوله کړي.
نوځکه، موږ داسې ګامونه پورته کول چې، موخه یې د شوروي اتحاد د اقتصاد ضعیفول او په هیواد کې دننه د ستونځو جوړول وو.
مهمه د وسلو سیالي وه. موږ پوهیدو چې، شوروي اتحاد د ناټو د هیوادو سره د وسلو د انډول د ساتلو کړنلاره تعقیبوي. په پایله کې، شوروي اتحاد دخپلې بودیجې پنځلس سلنه په وسلو لګوله، حال داچې زموږ هیوادونو یوازې پنځه سلنه بودیجه پدې موخه کاروله. جوته خبره ده چې، دې کار د شوروي اتحاد پر اقتصاد منفي اغیز درلود. شوروي اتحاد اړ وو چې، د عامې اړتیا د موادو د تولید نه بچت وکړي او پر وسلو یې ولګوي. زموږ موخه، په شوروي کې د وګړو د ډله ایز نارضایتۍ را ولاړول وو.
زموږ یوه تګلاره دا وه چې، ظاهرا مو داسې ښودله چې، ګواکې د وسلو د رښتوني شمیر په اړوند،زموږ پټ راز افشا شویدی او په اصل کې داشمیر د ښودل شوي شمیر نه څو واره ډیر دی. لدې نه زموږ موخه دا وه چې، شوروي اتحاد پدې زیان راوړنکي اقتصادي برخه کې، ډیره پانګونه وکړي.
زموږ په سیاست کې د شوروي اتحاد د اساسي قانون نیمګړتیا ډیر مهم ځای درلود.  په رسمي توګه، اساسي قانون د شوروي اتحاد هر هغه جمهوریت ته چې، وغواړي د شوروي نه بیل شي، د بیلیدو اجازه ورکوله ( که د کوم جمهوریت د عالي شورا دغړو اکثریت پریکړه وکړي)، سر ه لدې چې، په هغه وخت کې ددې پریکړې پلي کول کابو ناشوني ول، ځکه چې ټول واک د کمونیسټ ګوند او نظامي ادارو په لاس کې وو.
له بده مرغه، زموږ د هڅو سره سره، په شوروي اتحاد کې سیاسي وضعه د ډیرې  مودې لپاره ډیر باثباته پاتې وه. زموږ  په سیاست  ( په ځانګړې توګه، د امریکا د متحده ایالاتو ) کې ، د توغندیو ضد سیسټم جوړونې مهم ځای درلود. زه باید اعتراف وکړم چې، زیاتره چارپوهان د توغندیو ضد سیسټم د جوړولو مخالف ول، ځکه چې ،له یوه پلوه پر هغه ډیر لوړ لګښت راته او له بله پلوه  دا سیسټم ډاډمن هم نه وو. همدارنګه، د توغندیو ضد سیسټم په په بدل کې به،د برید کوونکو وسلو په جوړولو د شوروي اتحاد ډیر لږ ( د پنځو نه تر لسو وارو) لګښت راشي.
خو سره لدې، د توغندیو ضد سیسټم دجوړولو او پراختیا پریکړه ونیول شوه، پدې هیله چې، شوروي اتحاد به هم د ورته لوړ لګښت لرونکي سیسټم په جوړولو لاس پورې کړي. زموږ لپاره په خواشینۍ سره، شوروي لوري ورته پریکړه ونکړه او یوازې د سیاسي اعتراض په اعلامیو یې بسنه وکړه.
زموږ لپاره حالات لږغوندې ستونځمن شول، خو ډیر ژر موږ  په نژدې ورځو کې، د شوروي اتحاد د مشر د مړینې او زموږ  په مرسته واک ته د یو بل کس رسولو، خبر را ورسیده،د چا په وسیله چې موږ کولای شول خپل پلانونه پلي کړو.
دا د چارپوهانو ارزونه وه ( ما به تل د شوروي اتحاد په هکله، دچارپوهانو ډیره تکړه ډله جوړوله او د امکان په صورت کې به مې، برتانیا ته د شوروي نه د تکړه چارپوهانو په کډوالۍ کې مرسته کوله).
هغه مخایل ګورباچوف وو چې، د چارپوهانو لخوا یو بې پروا، ځان خوښونکی او لويي غوښتونکی کس پیژندل کیده. نوموړي د زیاتره شوروي لوړپوړیو ښاغلو سره ښې متقابلې اړیکې درلودې، نو ځکه، زموږ په مرسته واک ته د نوموړي، رسول شوني وو.
د « ولسي جبهې » فعالیت ډیر لګښت ته اړتیا نه درلوده : په بنسټیزه توګه، موږ باید  پر تخنیکي فاکټور او د کارکونکو پر اقتصادي ملاتړ لګښت کړی وای. خو، د سکارو د کانونو د کاریګرو د اوږد مهاله اعتصابونو ملاتړ ډیرو وسایلو ته اړتیا درلود.
د  « ولسي جبهې» د مشر په توګه د باریس ئیلڅین غوره کولو، چې وروسته به د روسیې د جمهوریت د عالي شورا د رئیس په توګه او بیا هم د روسیې د سوسیالیسټي جمهوریت د ولسمشر په توګه انتخاب شي، د چارپوهانو په منځ کې ډیر بحثونه را وپارول.
ډیری چارپوهان د ئیلڅین د مخینې او شخصي ځانګړتیاو په نظر کې نیولو سره،د نوموړي د نوماندۍ مخالف ول . خو لازمې اړیکې ونیول شوې او ډاډ تر لاسه کړی شو او د ئیلڅین د «وړاندې کولو»  پریکړه وشوه.
په ډیرو ستونځو، ئیلڅین د روسیې د شوروي سوسیالیسټي جمهوریت د عالي شورا د رئیس په توګه انتخاب شو او سمدلاسه د روسیې د خپلواکۍ په اړه پریکړه لیک منظور کړی شو. پوښتنه دا وه چې، پداسې حال کې چې، شوروي ا تحاد په خپل وخت کې،د روسیې په شا اوخوا راجوړکړی شوی وو، روسیه د چانه غواړي خپلواکي تر لاسه کړي؟ دا عملا د شوروي اتحاد د ړنګیدا پیل وو.
د 1991 کال په اګسټ کې، کله چې د شوروي اتحاد د مشرۍ ډلې، ګورباچوف  بند کړ او غوښتل یې چې هغه سیسټم چې د شوروي اتحاد ارزښتونه ټینګوي، وژغوري، نو د ئیلڅین مو پوره مرسته وکړه. د ئیلڅین ملاتړو مقاومت وکړ، نوموړي لاهم نامتو شو او پر امنیتي اداره (که څه هم په بشپړه توګه نه وو)، خو تر ډیره بریده واک ترلاسه کړ.
ټولو شوروي جمهوریتونو د حالاتو نه په ګټه اخیستنې، د خپلې خپلواکۍ اعلانونه وکړل ( سره لدې چې، زیاتره دا کار په ځینو توپيرونو سره تر سره کړ، چې  په شوروي اتحاد کې د نه غړیتوب غوښتنه یې نه کوله).
پدې توګه، شوروي اتحاد اوس عملا له منځه تللی دی، خو په حقوقي توګه هغه لا شتون لري. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې، په راتلونکې میاشت کې به تاسو  له حقوقي اړخه د شوروي اتحاد د له منځه تلو او ویجاړۍ په اړه واورئ» .
مارګریټ ټیچر د دریځ نه کوزه شوه او پداسې حال کې چې، دواړه لاسونه یې پورته او سره ټینګ کړي ول، د غونډې دهال نه تیره او ووته.
موږ خپل کور، روسیې ته راستانه شوو او شااخوا دوې اوونۍ وروسته مو د «بیلاویژ» د هوکړه لیکونو په اړه خبر وارویده. وړاندې څه وشول، ټولوته جوت دي.