د زړه د حملې په صورت کې تاسو یوازې لس ثانیې وخت لرئ، ترڅو خپل ژوند وساتئ

ژباړه : زیب منتظر مسید
که د زړه حمله درباندې راشي او تاسو یوازې وئ،بل څوک نه وي چې درسره مرسته وکړي او نژدې چیرته روغتون هم نه وي،نو څه باید وکړئ؟
ترټولو د مخه به، پر هغو نښو او علایمو وغږیږو، چې زیاتره وګړي د زړه د حملې په وخت ورسره مخامخ کیږي.
·         په ټټر کې نه زغمونکی دړد ( د بدن په کیڼه خوا کې:  په لاس کې، اوږه، غاړه کې. دړد دوام داره وي، فشار راوړونکې، سوزونکې،خوږونکې بڼه لري او دا احساسیږي لکه چې هغه ځای په کوم تیز شي غوڅوې.)
·         د ساه کمۍ او په سا ایستلو کې ستونځه ( سستي احساسیږي، د زړه ضربان ورو کیږي، د خولې کیدو امکان هم شته وي.)
·         د زړه سوزش یا سوزیدل

تا سو د بې سده کیدو پورې  یوازې لس ثانیې وخت لرئ. دا رښتیا هم ډیر لږ وخت دی.  نو څه باید وکړئ؟

v     ځان له لاسه مه ورکوئ. دا ډیر بد او ستونځمن حالت وي، خو ځان له لاس نه ورکول او ارام ساتل ډیر اړین دي. باید ډیر ورو او بار بار وټوخیږئ.
v     د هر ټوخي په وخت کې ژوره ساه وباسئ. په یاد ولرئ چې، ټوخی باید ژور او دوامداره وي. ټوخی ډیافراګم په خوځښت راولي.
v     ساه ایستل او ټوخی باید پرته له دمې، هر دوې ثانیې  وروسته تکرارشي.

دا عمل د ډاکټر تر رارسیدو  پورې یا هم تر هغو چې، زړه مو دمه شي، جاري وساتئ. ژوره ساه ایستنه مو سږو ته د اکسیجن په رسیدلو کې مرسته کوي.
ټوخی د زړه د انقباض لامل ګرځي، چې دا پخپل وار د وینې د جریان سره مرسته کوي. پر زړه دغه  فشار،  د زړه د ضربان د بیرته رغیدا او تثبیت لپاره ګټور دی.
 که پدغو مشورو باندې عمل وکړئ، ستاسو د ژوندي پاتې کیدو چانسونه زیاتیدای شي.
ان که تاسو ځوان یاست او عمر مو تر دیرشو کالو لږ  هم وي، دغه مشورې او مالومات له پامه مه غورځوئ، ځکه چې د زړه حمله په هرچا راتلی شي.