ټارناډو

ټارناډو  په اتوموسفیر کې هغه تاویدونکي باد ته ویل کیږي چې، د کومو لس او باراني وریځو په منځ کې وده کوي او سوکه سوکه د ځمکې لور ته، د لاستوڼي یا هاتي د شونډ   په بڼه چې،  پلنوالی یې تر څلویښتو میټرو  پورې رسیږي، کښته کیږي. کله ناکله د هغه پلنوالی تر دریو  او تر هغه زیاتو کیلو میټرو  پورې هم رسیږي ، خو د اوبو  پر مخ د هغه پلنوالی تر څلویښتو میټرو نه زیاتیږي. د ټارناډو د نننۍ او بهرنۍ برخو د فشار تر منځ ډیر توپیر وي- ځینې وخت، دا فشار دومره ځواکمن او  لوړ وي چې، د ټارناډو منځته لویدونکي شیان ټوټې ټوټې کړي.
ټارناډو – د هغو طبعي پيښو نه ده چې، له ځانه سره ډیر ویجاړی راوړي او هرکال دځمکې پرمخ د سلګونو کسانو ژوند اخلي.  د ټارناډو د پيښیدو لاملونه په کره توګه مالوم ندي، خو  داسې انګیرل کیږي چې، هغه په سمندر یا وچه کې، د سړې وچې هوا د ګنبدې سره،  د تودې لمدبل لرونکې هوا د تماس په وخت کې را مخې ته کیږي. د یوبل سره د دغو دوو هواګانو د تماس په پایله کې تودوخه تولیدیږي، وروسته توده شوې هوا پورته خوا ته ځي او د بریښنا یا تالندې ساحه جوړوي . دغه بریښنالرونکې ساحې ته دلندبل لرونکو یا مرطوبو وریځو هوا او لاندینۍ سړه هوا ورننوزي چې په پایله کې، قیف یا ګرڼې ورته یوه بڼه غوره کوي او ډیره انرژي تولیدوي . دا ګرڼۍ یا قیف د ځمکې تر سطحې پورې کښته کیږي  او هر هغه چې د هوا په وسیله د ځمکې له مخه پورته کیږي، د بريښنالرونکي ساحې خواته جذبوي. پخپله بریښنا لرونکې ساحه ځان هغې خواته وړي، له کومه ځایه چې، د سړې هوا حجم را ځي.  
پوهان پدې اند دي چې، د ټارناډو  پیښې کال په کال زیاتیږي او لامل یې هم  په عمومي اقلیم کې تغیرات او د هوا  او چاپیریال ککړتیا او خراپيدل دي.
د ټارناډو تر ټولو ډیرې پيښې په شمالي امریکا کې پیښیږي . ټارناډو  په هسپانوي ژبه کې (تاویدونکي ) ته وايي او کله چې هسپانویان، د نوې نیمې وچې د موندلو  نه پس، دې خاورې ته راغلل، دغه تاویدونکی باد، سیلۍ او توپان یې د ټرنادو په نوم یاد کړ.